ایکنانیوز د فرانس پریس له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت په یوې اعلامیې کې چې پرون دوشنبې ورخې خپره شوې ده ، وئيلي دي، له دې وروسته په رسندویو کې د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول ممنوع دي.
د افغانستان د امر بالمعروف او نهي از منکر د و زارت ویندوی سعید الاسلام خیبر په یوې اعلامیې کې ووئيل چې په څو ولایتونو کې خبریالانو ته اطلاع ورکړل شوې ده چې د غه اقدام به سوکه سوکه اعمال شي.
هغه زیاته کړې ده ،دغه قانون په ټول افغانستان کې اجرا کیږي او سوکه سوکه به اجرا شي ،ځکه د ژوندیو موجوداتو د انځورو نو خپرول داسلامی قوانینو خلاف دي.
هغه ووئيل چې په کندهار ،هلمند او تخار ولایتونو کې ددغه قانون اجرا کیدا پیل شوې ده.
ددغه راپور په اساس، دغه قانون به همداراز ښاریزو ته هم سپارښتنه وکړي چې له ژوندیو موجوداتو څخه دې په پخپلو شخصي موبایلونو کې هم انځور نه اخلي یا دهغو انځورونو ته ونه ګوري.
د طالبانو چارواکو په اوړي کې په خلکو کې د امربالمعروف او نهی از منکر په خاطر ئې ۳۵ماده ایز قانون وضعه کړی چې د اسلامی شریعت سره سمون خوري او په ۲۰۲۱ کال کې اعمال شوی دی.
په دغه قانون کې څو مادې دي چې رسندوئې په نښه کوي. د ژوندیو موجوداتو دانځورونو د خپریدا په ممنوعیّت کې همداراز د دین او شریعّت مخالفه محتوا یا داسې مطلبونه چې د مسلمانانو سبکاوی کوي، بکې شاملیږي.
له دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په لومړني پړاؤ کې یعني له ۱۹۹۶کاله تر ۲۰۰۱کال پورې په مودې کې هم په درست افغانستان کې دژوندیو موجوداتو دانځورونو خپریدا ممنوع شوې وه.